The US FDA’s proposed rule on laboratory-developed tests: Impacts on clinical laboratory testing


روبرټ کوخ (زوکړه: د ۱۸۴۳ زکال د ډسمبر ۱۱مه – مړینه: د ۱۹۱۰ زکال د مۍ ۲۷مه) جرمنی فیزیک پوه او مایکروبیالوژېست و. په داسې حال کې چې باکتریا په ۱۸۵۴ زکال کې د فیلیپو پاچیني له خوا کشف شوه خو کوخ «دغې نظریې ته پراختیا ورکړه چې باکتریاګانې د جلا نوعو په توګه شتون لري او هره یوه یې ځانته ځانګړی کلنیکي سنډروم رامنځته کوي. سربېره پر دې یې دغه دود ګمان بې اعتباره کړ چې باکتریاګانې د بېلابېلو مورفولوژي ګانو په خوا کې له یو ډول نوعو سرچینه اخلي». نوموړی د سل، کولرا او انټرکس ناروغیو په ګډون د یو شمېر ځانګړو وژونکو عفونتي ناروغیو د عواملو په کشف سره د معاصرې باکتریا پوهنې له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. په دې توګه نوموړی (د لویي پاستور په خوا کې) د مایکروبیولوژي پلار او سربېره پر دې د طبي باکتریالوژي پلار ګڼل کېږي. په ۱۸۷۶ زکال کې د نوموړي له خوا د انټرکس (تور ټپ) د باکتریا کشف د معاصرې باکتریا پوهنې د زیږون په توګه په پام کې نیول کېږي. کوخ له خپلو کشفیاتو څخه په ګټنې هڅه وکړه څو ثابته کړي چې میکروبونه «کولای شي ځانګړې ناروغۍ رامنځته کړي» او د ناروغیو اړوند د میکروبونو د نظریې لپاره یې په مستقیمه بڼه شواهد وړاندې کړل چې په دې سره یې د عامې روغتیا علمي بنسټ کېښود او د میلیونونو کسانو ژوند یې وژغوره. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

کوخ په داسې حال کې چې د یوه شخصي ډاکټر په توګه یې کار کاوه، د مایکروبیولوژي په برخه کې یې ډېری نوښتګرو لارو چارو ته پراختیا ورکړه. نوموړی لومړنی کس و چې په مایکروسکوپي معایناتو کې یې په غوړو کې له غوټه کېدونی لینز، کندانسر او مایکروفوټوګرافۍ څخه کار واخیست. له شیشه یي او اګار لوښو څخه په ګټنې سره د باکتریاوو د کرنې اړوند د کړنلارې په اختراع (وروسته د دغې چارې لپاره پټري لوښی جوړ شو چې د هغه همکار ژولیوس ریچارډ پټري جوړ کړ) نوموړی لومړنی کس و چې باکتریاوو ته یې په لابراتوار کې وده ورکړه. د هغه له چارو څخه د ستاینې په موخه نوموړی په ۱۸۸۰ زکال کې د سترواکۍ د روغتیا په ادارې کې دولتي سلاکار وټاکل شو او په ۱۸۸۲ زکال کې یې د دغې ادارې اجرایوي څوکۍ ترلاسه کړه، همدارنګه په ۱۸۸۵ زکال کې د برلین پوهنتون د طب پوهنځي مشر او ښوونکی او په ۱۸۹۱ زکال کې د پروس د سلطنتي انستیتیوت مشر وټاکل شو (د دغه انستیتیوت نوم د ده له مړینې وروسته د رابرټ کوخ په انستیتیوت واوښت).

هغه کړنلار چې کوخ د باکتریا پوهنې په برخه کې ترې ګټنه وکړه لامل وګرځېده چې د کوخ د فرضیاتو په نامه طبي مفهوم او د ځانګړو ناروغیو سره د رنځ زیږونکو (پاتوژن) د اړیکې ټاکلو په موخه څلور عام شوي اصول رامنځته شي. له پورته یاد شوي مفهوم څخه اوس مهال په ډېری ځایونو کې ګټنه کېږي او د برادرفورډ د معیارونو په څېر یې د وبا پوهنې په راتلونکو اصولو اغېز کړی. کوخ توبرکولین د سل ناروغۍ د درملو په توګه کشف کړل او هغه مهال د دغو درملو نه اغېزمنتیا ثابته شوه، خو د هغه له مړینې وروسته د سل د ناروغۍ د درملنې په موخه د دغو درملو پراختیا پام وړ بحث او جنجال راوپاروه. نوموړي د سل ناروغۍ اړوند خپلو څېړنو له امله په ۱۹۰۵ زکال کې د فیزیولوژي یا طبابت په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه ورځ چې نوموړي په کې د سل ناروغۍ د باکتریا د کشف اعلان وکړ، د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا له ۱۹۸۲ زکال وروسته د «سل ناروغۍ د نړیوالې ورځې» په نوم ونومول شوه. [۱۲][۱۳]

لومړنی ژوند او زده کړې

کوخ د ۱۸۴۳ زکال د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د جرمني په کلاوسټال ښار کې د هرمان کوخ (۱۸۱۴ – ۱۸۷۷ زکال) او ماتلیدا جولیا هینریټ (کورنی نوم بیونډ؛ ۱۸۱۸ – ۱۸۷۱ زکال) په کورنۍ کې وزیږېد. د هغه پلار د کانونو ویستلو په برخه کې انجینر و. دی د خپلو دیارلسو خویندو او وروڼو په کتار کې دریم ماشوم و. کوخ له ډېر لږ عمر څخه په زده کړو کې مخکښ و. په ۱۸۴۸ زکال کې ښوونځي ته له تګ وړاندې هغه له ځانه سره لیک لوست زده کړی و. نوموړي په ۱۸۶۲ زکال کې منځنۍ زده کړې بشپړې کړې چې په ساینس او ریاضیاتو کې له نورو مضامینو څخه ډېر تکړه و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کوخ په ۱۸۶۲ زکال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د طبیعي علومو په برخه کې د زده کړو په موخه ګوتینګن پوهنتون ته ولاړ. هغه هلته د ریاضیاتو، فیزیک او بوټو پوهنې زده کړې ته مخه کړه. نوموړی د همدغه پوهنتون د پتالوژیکي موزیم د همکار په توګه وګمارل شو. له دریو تحصیلي سمسترونو وروسته نوموړي هوډ وکړ چې د زده کړو څانګې ته بدلون ورکړی او طبابت پیل کړي ځکه چې هیله یې لرله ډاکټر شي. د طب په پوهنځي کې د پنځم سمستر د زده کړو پر مهال اناتومېست ژاکوب هنیل چې په ۱۸۴۰ زکال کې یې د سرایت نظریه خپره کړې وه، ترې وه یې غوښتل څو له هغه سره د رحم د عصبي جوړښت اړوند څېړنیزه پروژه کې ونډه واخلي. دغه څېړنه هغه ته د څېړنو په برخه کې د پوهنتون د جایزې د ګټلو لامل وګرځېده او همدارنګه یې لار برابره کړه چې د لنډې مودې لپاره په هغه مهال کې د جرمني د تر ټولو مشهور ډاکټر روډولف ویرچو تر نظر لاندې زده کړې وکړي. د زده کړو په شپږم سمستر کې کوخ په فزیولوژیکي انستیتیوت کې په څېړنه پیل وکړ، چېرې چې نوموړي د سوکسینیک اسید ترشح کېدنه مطالعه کوله، د سیګنال ورکولو هغه مالیکول چې په مایتوکندریايي میتابولېزم کې هم ونډه لري. دغې چارې بالاخره د هغه د زده کړو پای لیک هم جوړ کړ. نوموړی د ۱۸۶۶ زکال په جنوري میاشت کې له طب پوهنځي څخه فارغ او د لومړۍ درجې فراغت ویاړ یې ترلاسه کړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

حرفوي ژوند

کوخ په ۱۸۶۶ زکال کې له فراغت وروسته د لنډ مهال لپاره د هامبورګ په عامه روغتون کې د مرستیال ډاکټر په توګه دنده ترسره کړه. د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې نوموړی هانوفر ته څېرمه په لنګهاګن کې د لیونیانو روغتون ته د داخلې د ډاکټر په توګه تبدیل شو. په ۱۸۶۸ زکال کې له دې ځایه نیمګک او بیا په ۱۸۶۹ زکال کې راکویتز ته ولاړ. هغه مهال چې په ۱۸۷۰ زکال کې د فرانسې او پروس جګړه پیل شوه؛ نوموړي په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني په ځواکونو کې د داوطلبه جراح په توګه نوم ثبت کړ څو له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي. کوخ یو کال وروسته له دغې دندې څخه مرخص شو او د پروس د پوزن ایالت په وولشټاین (اوس مهال د پولنډ وولشټاین) کې د دغې سیمې د ډاکټر په توګه وټاکل شو. له دې امله چې د هغه کورنۍ دلته استوګنه وه، مېرمنې یې ورته د زیږون د ورځې په ډالۍ کې یو مایکروسکوپ ورکړ. د دغه مایکروسکوپ پر مټ هغه یو خصوصي لابراتوار جوړ کړ او د مایکروبیولوژي په برخه کې یې چارې پیل کړې. [۲۴][۲۵][۲۶]

کوخ د خپلې معاینه خونې سره څنګ ته لابراتوار کې په مایکرو ارګانېزمونو باندې کار پیل کړ. په دغه لابراتوار کې د هغه لومړنیو څېړنو د مایکروبیولوژي په برخه کې یوه لویه مرسته له ځانه سره لرله، هغه هم دا چې هغه دلته د باکتریاګانو د ودې تخنیک ته پراختیا ورکړه. سربېره پر دې هغه بریالی شو چې په یوه خالصه لابراتواري کرنه کې انتخابي رنځ زیږونکی جلا او هغو ته وده ورکړي. د هغه له خوا د انټرکس باسیلیوس (وروسته یې نوم باسلیوس انټراسیس) کشف د برسلاو پوهنتون (اوس مهال د ورسلاو پوهنتون) ښوونکی فردیناند ژولیوس کوهن تر شدید اغېز لاندې راووړ او له کوخ سره یې مرسته وکړه چې هغه خپل دغه کشف په ۱۸۷۶ زکال کې خپور کړي. کوهن دغه مهال د بوټو د فیزیولوژي انستیتیوت تاسیس کړی و او کوخ ته یې بلنه ورکړه چې دغه نوې کشف کړې باکتریا په ۱۸۷۷ زکال کې دلته نندارې ته وړاندې کړي. کوخ په ۱۸۷۹ زکال کې د برسلاو د سیمې د ډاکټر په توګه تبدیل شو. یو کال وروسته د سترواکۍ د عامې روغتیا په اداره کې دولتي سلاکار وګمارل شو او له همدې امله برلین ته ولاړ، چېرې چې نوموړي له ۱۸۸۰ زکال څخه تر ۱۸۸۵ زکال پورې کار وکړ. وروسته له هغه چې نوموړي د سل ناروغۍ باکتریا کشف کړه نوموړي د ۱۸۸۲ زکال په جون میاشت کې په دغه اداره کې لوړپوړې اجرایوي څوکۍ ترلاسه کړه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۸۸۵ زکال کې کوخ د برلین له پوهنتون څخه د ریاست او ښوونکي توب دوه وړاندیزونه ترلاسه کړل. نوموړی د دغه پوهنتون د طب پوهنځي رئیس او د عامې روغتیا د برخې ښوونکی شو. کوخ په ۱۸۹۱ زکال کې له تدریس څخه لاس واخیست او د عفونتي ناروغیو په برخه کې د پروس د سلطنتي انستیتیوت (اوس مهال د رابرت کوخ انستیتیوت) مشر شو چې د کلنیکي څېړنو ځانګړې برخه یې لرله. د دغې چارې لپاره هغه پر ځان ستونزمن شرایط ومنل. د پروس د عامې روغتیا وزارت په ۱۸۹۰ زکال کې د توبرکولین درملو اړوند د رسوايي پر مهال چې کوخ هغه د سل ناروغۍ د درملنې په موخه کشف کړي و څرګنده یې کړه چې د کوخ هره اختراع له کوم قید او شرط پرته دولت ته اړوندېږي او هغه ته به کوم حق ورنکړل شي. په دې سره کوخ د خپلې دغې اختراع د ثبتولو حق له لاسه ورکړ. نوموړي په ۱۹۰۶ زکال کې ختیځې افریقا ته کډه وکړه څو د تریپانوزومیازیس (د خوب ناروغي) اړوند څېړنه وکړي. هلته یې د بوګلا څېړنیز کمپ پرانیست چې هره ورځ به په کې ۱۰۰۰ تنه د اتوکسیل ازمایښتي درملو پر مټ تداوي کېدل. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

  1. "Koch". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. "Koch". The American Heritage Dictionary of the English Language, Houghton Mifflin Harcourt
  3. Fleming, Alexander (1952). "Freelance of Science". British Medical Journal. 2 (4778): 269. doi:10.1136/bmj.2.4778.269. PMC 2020971.
  4. Tan, S. Y.; Berman, E. (2008). "Robert Koch (1843-1910): father of microbiology and Nobel laureate". Singapore Medical Journal. 49 (11): 854–855. PMID 19037548.
  5. Gradmann, Christoph (2006). "Robert Koch and the white death: from tuberculosis to tuberculin". Microbes and Infection. 8 (1): 294–301. doi:10.1016/j.micinf.2005.06.004. PMID 16126424.
  6. Lakhani, S. R. (1993). "Early clinical pathologists: Robert Koch (1843-1910)". Journal of Clinical Pathology. 46 (7): 596–598. doi:10.1136/jcp.46.7.596. PMC 501383. PMID 8157741.
  7. "A Theory of Germs". Science, Medicine, and Animals. National Academies Press (US). 20 October 2023.
  8. Lakhtakia, Ritu (2014). "The Legacy of Robert Koch: Surmise, search, substantiate". Sultan Qaboos University Medical Journal. 14 (1): e37–41. doi:10.12816/0003334. PMC 3916274. PMID 24516751.
  9. https://history.info/on-this-day/1843-robert-koch-man-saved-millions-lives/
  10. https://www.facebook.com/watch/?v=245261433654285
  11. "Louis Pasteur vs Robert Koch: The History of Germ Theory". YouTube.
  12. Margo, Curtis E. (11 April 2011). "From Robert Koch to Bradford Hill: Chronic Infection and the Origins of Ocular Adnexal Cancers". Archives of Ophthalmology (in انګليسي). 129 (4): 498–500. doi:10.1001/archophthalmol.2011.53. ISSN 0003-9950. PMID 21482875.
  13. Brock, Thomas. Robert Koch: A life in medicine and bacteriology. ASM Press: Washington DC, 1999. Print.
  14. Metchnikoff, Elie. The Founders of Modern Medicine: Pasteur, Koch, Lister. Classics of Medicine Library: Delanco, 2006. Print.
  15. Blevins, Steve M.; Bronze, Michael S. (2010). "Robert Koch and the 'golden age' of bacteriology". International Journal of Infectious Diseases. 14 (9): e744–751. doi:10.1016/j.ijid.2009.12.003. PMID 20413340.
  16. Ligon, B. Lee (2002). "Robert Koch: Nobel laureate and controversial figure in tuberculin research". Seminars in Pediatric Infectious Diseases. 13 (4): 289–299. doi:10.1053/spid.2002.127205. PMID 12491235.
  17. Akkermans, Rebecca (2014). "Robert Heinrich Herman Koch". The Lancet. 2 (4): 264–265. doi:10.1016/S2213-2600(14)70018-9. PMID 24717622.
  18. "Heinrich Hermann Robert Koch." World of Scientific Discovery. Gale, 2006. Biography in Context. Web. 14 April 2013.
  19. Ernst, H. C. (1918). "Robert Koch (1843-1910)". Proceedings of the American Academy of Arts and Sciences. 53 (10): 825–827. JSTOR 25130022.
  20. Sakula, A. (1982). "Robert Koch: centenary of the discovery of the tubercle bacillus, 1882". Thorax. 37 (4): 246–251. doi:10.1136/thx.37.4.246. PMC 459292. PMID 6180494.
  21. Sakula, A. (1983). "Robert koch: centenary of the discovery of the tubercle bacillus, 1882". The Canadian Veterinary Journal. 24 (4): 127–131. PMC 1790283. PMID 17422248.
  22. Blevins, Steve M.; Bronze, Michael S. (2010). "Robert Koch and the 'golden age' of bacteriology". International Journal of Infectious Diseases. 14 (9): e744–751. doi:10.1016/j.ijid.2009.12.003. PMID 20413340.
  23. Brock, Thomas. Robert Koch: A life in medicine and bacteriology. ASM Press: Washington DC, 1999. Print.
  24. Ernst, H. C. (1918). "Robert Koch (1843-1910)". Proceedings of the American Academy of Arts and Sciences. 53 (10): 825–827. JSTOR 25130022.
  25. Sakula, A. (1982). "Robert Koch: centenary of the discovery of the tubercle bacillus, 1882". Thorax. 37 (4): 246–251. doi:10.1136/thx.37.4.246. PMC 459292. PMID 6180494.
  26. Sakula, A. (1983). "Robert koch: centenary of the discovery of the tubercle bacillus, 1882". The Canadian Veterinary Journal. 24 (4): 127–131. PMC 1790283. PMID 17422248.
  27. "Heinrich Hermann Robert Koch." World of Scientific Discovery. Gale, 2006. Biography in Context. Web. 14 April 2013.
  28. Madigan, Michael T., et al. Brock Biology of Microorganisms: Thirteenth edition. Benjamin Cummings: Boston, 2012. Print.
  29. Salomonsen, C. J. (1950). "Reminiscences of the summer semester, 1877, at Breslau". Bulletin of the History of Medicine. 24 (4): 333–351. JSTOR 44443542. PMID 15434544.
  30. Pick, E. (2001). "Medical luminaries". Nature. 411 (6840): 885. Bibcode:2001Natur.411..885P. doi:10.1038/35082239. PMID 11418826. S2CID 30630349.
  31. Ernst, H. C. (1918). "Robert Koch (1843-1910)". Proceedings of the American Academy of Arts and Sciences. 53 (10): 825–827. JSTOR 25130022.
  32. O’Connor, T.M. "Tuberculosis, Overview." International Encyclopedia of Public Health. 2008. Web.
  33. Gradmann, C. (2001). "Robert Koch and the pressures of scientific research: tuberculosis and tuberculin". Medical History. 45 (1): 1–32. doi:10.1017/s0025727300000028. PMC 1044696. PMID 11235050.
  34. Ernst, H. C. (1918). "Robert Koch (1843-1910)". Proceedings of the American Academy of Arts and Sciences. 53 (10): 825–827. JSTOR 25130022.
  35. Christoph Gradmann: Laboratory Disease, Robert Koch's Medical Bacteriology. The Johns Hopkins University Press, Baltimore 2009, ISBN 978-0-8018-9313-1, p. 111 ff.
  36. Bonhomme, Edna. "When Africa was a German laboratory". www.aljazeera.com (in انګليسي). بياځلي په 7 October 2020.