Infrastructure tools to support an effective radiation oncology learning health system
مالومات
اېلا بېکر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | منهټن |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۲] |
اېلا جوزفین بېکر (د ۱۹۰۳ ز کال د ډسمبر ۱۳مه – د ۱۹۸۸۶ ز کال د ډسمبر ۱۳مه) افریقاييالاصله امریکايۍ او د مدني او بشري حقونو فعاله وه. تر پنځو لسیزو ډېر فعالیت یې وکړ او دا فعالیت یې تر ډېره د پردې تر شا و. په نیویارک سیټي او لوېدیځ کې یې د شلمې پېړۍ د مدني حقونو د مخکښو مشرانو لکه «ډبلیو.اي.بي ډو بویس»، «ټورګوډ مارشال»، «اې. فیلیف رانډولف» او «مارټین لوټر کېنګ» تر څنګ کار کړی. اغلې بېکر د «ډاین نش»، «سټوکلي کارمایل» او «باب موزس» غوندې ډېر نوي فعالان هم د (SNCC) کمېټې د رهبرانو په توګه وروزل.[۳][۴]
بېکر پر مسلکي او کاریزماټیکه رهبرۍ نیوکې کولې. هغې راډیکاله ډیموکراسي او ولسي تنظیمونه بنسټیز کړل او مظلومانو ته یې د ځان د درک او عدالتغوښتنې وړتیا ورکړه. بېکر «د شلمې پېړۍ د مهمو رهبرانو له ډلې او د مدني حقونو د غورځنګ تر ټولو اغېزناکه ښځه» بلل شوې ده. دا په امریکايي فرهنګ کې پر نژاد پالنې او د مدني حقونو په غورځنګ کې پر جنسیت پالنې د نیوکو له امله مشهوره وه. [۵][۶][۷][۸][۹]
د ژوند لومړي وختونه
اېلا جوزفین بېکر د ۱۹۰۳ ز کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د ویرجنیا ایالت په نورفولک سیمه کې د «جوجیانا» او «بلیک بېکر» په کورنۍ کې وزېږېده او هلته لویه شوه. بېکر د مور او پلار د درېیو ژوندیو بچیانو په ډله کې دویمه بچۍ وه، مشر ورور یې «بلیک کورټیس» او کوچنۍ خور یې «مګي» نومېده. پلار يې په بېړۍ کې کار کاوه. په ۱۹۱۰ ز کال کې په نورفولک سیمه کې یوه نژادي بدمرغي پېښه شوه، سپین پوستو د بېړۍ جوړولو په شرکت کې پر تور پوستو کارکوونکو برید وکړ. د بېکر مور پرېکړه وکړه چې کورنۍ یې شمالي کارولینا ته بوزي، په داسې حال کې چې پلار یې لا هم د بېړۍ په شرکت کې کار کاوه. اېلا اووه کلنه وه چې په شمالي کارولینا کې د مور د زیږېدو ځای «لیټلټون» ته را وګرځېده. [۱۰][۱۱][۱۲]
اېلا بېکر له خلکو لرې لویه شوه، نیکه یې «مېشل» مړ شوی و او پلرنی نیکه او نیا یې دومره لرې اوسېدل چې تر کوره یې د موټر د یوې ورځې لاره وه. هغې به ډېری وخت خپلې نیا جوزفین الیزابېت «بټ» روز ته غوږ نیولی و، نیا به یې د غلامۍ او ظالمانو د ټولنې له لاسه د سویل د پرېښودو کیسې ورته کولې. په ماشومتوب کې یې د نیا د غلامۍ ډاروونکې کیسې واورېدې او له دې امله یې د ټولنیزې بې عدالتۍ احساس پیدا کړ. نیا یې له هغه غلام سره د واده نه کولو له امله وهل شوې وه چې مالک یې ورته انتخاب کړی و. د دې تر څنګ یې اېلا ته د یوې افریقاييالاصله امریکایۍ په توګه د خپل ژوند نورې کیسې هم وکړې. د افریقاييالاصله امریکايۍ په توګه دغو تجربو له بېکر سره مرسته وکړه، تر څو هغه بې عدالتۍ وپېژني چې لا هم تور پوستي ورسره مخامخ وو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
اېلا د شمالي کارولینا د رالي سیمې په «شاو پوهنتون» کې زدهکړې پیل کړې او په لوړه درجه فارغه شوه. څو لسیزې وروسته د SNCC کمېټې په جوړولو کې د همکارۍ لپاره شاو ته را وګرځېده. [۱۷][۱۸]
لومړني فعالیتونه
لومړۍ هڅې (۱۹۳۰-۱۹۳۷ز )
بېکر د تور پوستو په ملي اخبار (Negro National News) کې د مرستیالې اېډېټرې په توګه کار کاوه. په ۱۹۳۰ ز کال کې تور پوستي خبریال او انارشېست «جورج شویلر» د ځوانو تور پوستانو مرستندویه اتحادیه (YNCL) جوړه کړه. ده غوښتل چې د ټولیزو شبکو له لارې د تور پوستو اقتصادي ځواک ډېر کړي. دوی د تور پوستانو د اقتصادي ودې لپاره «په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په ټولو متحدو ایالتونو کې د مرستندویو اقتصادي ټولنو په مټ د یوه کوچني او تړلي سیستم د جوړولو لپاره کنفرانسونه او ترېنېنګونه» جوړ کړل. بېکر له شویلر سره تر پېژندلو وروسته، په ۱۹۳۱ ز کال کې د هغه له ډلې سره یوځای شوه او د هغوی ملي مسؤله شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]
بېکر د کار د پرمختګ ادارې د ګارګرانو د زده کړو په پروژه کې هم کار کاوه، چې دا اداره د وخت د ولسمشر «فرانکلېن ډي روزوېلټ» تر نیو ډیل (New Deal) تړون لاندې جوړه شوې وه. بېکر د پېرودونکي د زدهکړو، د کار د تاریخ او د افریقا د تاریخ د زدهکړې په برخه کې کورسونه تدریس کړل. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې یې د هارلم په فرهنګي او سیاسي فضا کې ځان ور ښکېل کړ، پر ایټوپیا یې د ایټالیا پر یرغل نیوکه وکړه او په الاباما کې یې د سکاټسبورو د مدافعینو د آزادۍ د کمپیان ملاتړ وکړ. بېکر د هارلم په کتابتون کې د تور پوستانو د تاریخ اتحادیه هم جوړه کړه او په منظم ډول يې د (YWCA) په لېکچرونو او ناستو کې ګډون کاوه. [۲۲]
بېکر په دې دوره کې د پوهنتون د دورې له معشوق ټي جي (باب) رابرټز سره اوسېده او له هغه سره یې واده وکړ. دوی په ۱۹۵۸ ز کال کې جلا شول. بېکر به د خپل شخصي ژوند یا متاهل حالت په اړه ډېرې کمې خبرې کولې. د هغې د فعال همکار «برنیس جانسون ریګون» په وینا: د مدني حقونو په غورځنګ کې ډېرو ښځو د بېکر د بېلګې پیروي وکړه.[۲۳][۲۴][۲۵]
د رنګینپوستانو د پرمختګ ملي ټولنه (۱۹۳۸-۱۹۵۳ز )
بېکر په ۱۹۳۸ ز کال کې د رنګین پوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) سره اوږدمهاله همکاري پیل کړه. د ۱۹۴۰ کال په ډسمبر میاشت کې یې هلته د سکرترې په توګه کار پیل کړ. بېکر په پراخه کچه د دغې ادارې لپاره په ځانګړې توګه په سویل کې د غړو جذبولو، پیسو را ټولولو او د سیمه ییزو دفترونو د تنظیمولو لپاره سفرونه وکړل. په ۱۹۴۳ز کال کې د څانګو مدیره شوه او د (NAACP) تر ټولو لوړ رتبه ښځه شوه. بېکر یوه سپين ګویه ښځه وه او د برابرۍ غوښتنې پر ارمانونو یې باور درلود. دې پر (NAACP) فشار راوړ چې د رهبرۍ جوړښت یې غیر متمرکز کړي او په سیمه ییزه کچه په لا ډېرو فعالو کمپاینونو کې له خپل غړیتوب سره مرسته وکړي. [۲۶][۲۷]
بېکر باوري وه چې د یوې ادارې ځواک له ښکته نه پورته خوا ته وده کوي، نه له پورته خوا نه ښکته لوري ته. دا پر دې هم باوري وه چې د څانګو کار د (NAACP) لپاره حیاتي اهمیت لري. بېکر له خاصپالنې سره مخالفه وه او پر ډېرښت یې ټینګار کاوه. دې ویل چې: د ټولنیز بدلون د هرې ادارې بنسټ د هغوی د رهبرانو فصاحت یا باور نه دی، بلکې د ډلې د غړو ژمنتیا، سخت کار او په بحث، مناظره او پرېکړو کې د هغوی د ګډون لپاره لېوالتیا او وړتیا ده. دې په اداره کې د ځوانانو او ښځو پر اهمیت ټينګار کاوه. [۲۸][۲۹]
بېکر د (NAACP) لهخوا ټول سویل ته د سفر پر مهال له سلګونو تور پوستو سره ولیدل او له هغوی سره یې تلپاتې اړیکې ټينګې کړې. دا د هغوی په کورونو کې ویده کېده، په دسترخوان یې ډوډۍ ورسره خوړله، په کلیساوو کې یې خبرې کولې او د دوی باور یې ترلاسه کاوه. هغې د مننې یادښتونه ولیکل او له هغو کسانو یې مننه وکړه چې له دې سره یې لیدلي وو. د بېکر دغې شخصي طریقه (NAACP) ته، د غړو په جذب کې له مهمو اغېزناکو برخو نه وه. دې په لوېدیځ کې د خلکو یوه شبکه جوړه کړه چې، د مدني حقونو لپاره د مبارزې په دوام کې مهمه وه. څرنګه چې ځینو شمالي تنظیموونکو غوښتل، د سویلي کلیوالي سیمو له اوسېدونکو سره خبرې وکړي، له ټولو سره په ښه چلند کې د بېکر وړتیا د نویو غړو په جذبولو کې له دې سره مرسته وکړه. بېکر د (NAACP) د ډیموکراټیک کولو لپاره مبارزه وکړه. دې هڅه وکړه چې د خپلو اندېښنو د ښودلو او د یوې متحدې جبهې د ساتلو تر منځ تعادل پیدا کړي.[۳۰][۳۱]
سرچینې
- ↑ http://bcrw.barnard.edu/wp-content/sji/radical-black-women-of-harlem-walking-tour.pdf
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/245746787
- ↑ Robert, Pascal (February 21, 2013). "Ella Baker and the Limits of Charismatic Masculinity". Huffington Post.
- ↑ "Tired of Giving In: Remembering Rosa Parks". Ella Baker Center (په انګليسي). Archived from the original on July 15, 2019. نه اخيستل شوی June 5, 2019.
- ↑ Ransby, Barbara (2003). Ella Baker & the Black Freedom Movement: A Radical Democratic Vision. Chapel Hill, North Carolina: The University of North Carolina Press. pp. 6. ISBN 978-0807856161.
- ↑ Dastagir, Alia E. "The unsung heroes of the civil rights movement are black women you've never heard of". USA TODAY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-02-05.
- ↑ Kealoha, Samantha. "Ella Baker (1903-1986)" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-02-05.
- ↑ Elliott, Aprele (1996). "Ella Baker: Free Agent in the Civil Rights Movement". Journal of Black Studies. 26 (5): 593–603. ISSN 0021-9347.
- ↑ James, Joy (1994). "ELLA BAKER, 'BLACK WOMEN'S WORK' AND ACTIVIST INTELLECTUALS". The Black Scholar. 24 (4): 8–15. ISSN 0006-4246.
- ↑ Randolph, Irv (March 2, 2019). "Randolph: The work and wisdom of Ella Baker". The Philadelphia Tribune (په انګليسي). نه اخيستل شوی December 7, 2019.
- ↑ Ransby (2003), p. 14.
- ↑ Ransby (2003), pp. 29–31.
- ↑ Davis, Marcia. "Ella Baker: An Unsung Civil Rights-Era Legend." The Crisis, vol. 110, no. 3, May 2003, pp. 48–49. کينډۍ:ProQuest
- ↑ Ransby (2003), pp. 13–63.
- ↑ "Ella Baker's Story". Ella Baker Women's Center. Archived from the original on 2020-06-14. نه اخيستل شوی 2022-02-03.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Who Was Ella Baker?". Ella Baker Center (په انګليسي). نه اخيستل شوی June 5, 2019.
- ↑ Randolph, Irv (March 2, 2019). "Randolph: The work and wisdom of Ella Baker". The Philadelphia Tribune (په انګليسي). نه اخيستل شوی December 7, 2019.
- ↑ Davis, Marcia. "Ella Baker: An Unsung Civil Rights-Era Legend." The Crisis, vol. 110, no. 3, May 2003, pp. 48–49. کينډۍ:ProQuest
- ↑ Johnson, Cedric Kwesi (September 8, 2003). "A Woman of Influence". In These Times. Archived from the original on January 29, 2008. نه اخيستل شوی February 18, 2008.
- ↑ Ransby, Barbara (1994). "Ella Josephine Baker". In Buhle, Mary Jo; et al. (eds.). The American Radical. London, England: Psychology Press. p. 290. ISBN 9780415908047.
- ↑ کينډۍ:Cite interview
- ↑ Elliott, Aprele (May 1996). "Ella Baker: Free Agent in the Civil Rights Movement". Journal of Black Studies. Newbury Park, California: SAGE Publishing. 26 (5): 593–603. doi:10.1177/002193479602600505. JSTOR 2784885. S2CID 144321434.
- ↑ Ransby (2003), p. 9.
- ↑ Ransby (2003), pp. 64–104.
- ↑ Ransby, Ella Baker (2003).
- ↑ Ransby (2003), p. 137.
- ↑ "Ella Baker: Backbone of the Civil Rights Movement | The Jackson Advocate" (په انګليسي). Archived from the original on 2020-07-31. نه اخيستل شوی 2021-01-22.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Ransby (2003), p. 139.
- ↑ "Ella Baker: Backbone of the Civil Rights Movement | The Jackson Advocate" (په انګليسي). Archived from the original on 2020-07-31. نه اخيستل شوی 2021-01-22.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Ransby (2003), p. 136.
- ↑ Ransby (2003), p. 150.