Clinfowiki

.af
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د هېوادونو له مخې د انټرنټ د مخکښ شپول کوډ
top-level domain (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور مالومات
وېب‌پاڼه

ډاټ ای اف(af.) د (CCTLD) Country Code Top Level Domain ډومینونو له جملې څخه د افغانستان ملي ډومین دی.

د (af.)مدیریت اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي تکناوجۍ وزارت د خدمتونو وړاندې کولو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي. د نوموړی مدیریت هدف د ټولو دولتي او شخصي ادارو، حکمي او حقیقي اشخاصو د دومینونو ثبت او نوی کول دي.

د ډومین ثبتولو پروسه

د  (af.) ډومینونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پالیسۍ مطابق په مختلفو زونونو کې لکه:

name.af, name.org.af, name.edu.af, name.com.af, name.gov.af, name.tv.af, name.media.af, name.mail.af

په هغه سیستم کې چې،د کوکا ادارې له لورې جوړ شوي، د فعالیت جواز، تجارتي پلان او د شخص د تابعیت تذکیرې په نظر کې نیولو سره ثبت کیږي.

د Reseller یا پلورونکو له لوري د ملي ډومینونو د پلور حق:

د معلوماتي تکنالوژۍ د وړاندې کولو هغه داخلي او بهرني شرکتونه چې غواړي د افعانستان د ملي ډومین په برخه کې خدمات وړاندې کړي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته د رسمي غوښتنې له وړاندې کولو وروسته کولائ شي، د پلور نماینده ګي ترلاسه کړي، چې دا کار د عوائيدو د لوړیدو، (ډات اې اف) پیریدونکو ته اسانتیاوو رامنځ ته کولو تر څنګ د هیواد په داخل او خارج کې د ډاډ ای اف ډومینونو د مطرح کیدو سبب هم ګرځي.

فعالیت او نور

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوګو

د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې څه دپاسه (٢١٤) کورنيو او بهرنيو پلورونکو په رسمي ډول دغه تفاهم ليک لاسليک کړى او په دې برخه فعاليت کوي او دا لړئ همداسې دوام لري.

د ملي ډومینونو (af.)د پلور د نماینده ګۍ د ترلاسه کولو شرطونه:

• د شرکت رئیس او معاون د تابعیت تذکرې درلودل.

• د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت څخه معتبر جواز درلودل.

• خپل حساب کې د کریډیټ اضافه کول.

لکه څنګه چې ټول پوهیږو، د (af.)دومین د ډېر ښکته فیس په مقابل کې خرڅیږي، د اسنادو د تایید او د افغانستان بانک له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته د پیسو د ورکړې وروسته ، پیریدونکی د یاد بانک اویز اړوند مدیریت ته وړاندې کوي او ډومین يي په ډیټا بیس کې ثبت کیږي.